د کورنیو چارو وزیر قدرمن خلیفه سراج الدین حقاني په افغانستان کې د چین ولسي جمهوریت له سفیر ښاغلي ژاو شېنګ سره د هغه د ماموریت د پای ته رسېدو په مناسبت د مخه ښي لیدنه وکړه.
قدرمن خلیفه صاحب په افغانستان کې د چین سفیر په توګه د ژاو شېنګ د ماموریت موده اغېزمنه او د دواړو هېوادونو د اړیکو په پیاوړتیا کې یې د نوموړي رول مثبت وباله.
ښاغلي ژاو شېنګ په افغانستان کې د خپل ماموریت په مهال د کورنیو چارو وزارت د رهبري له همکاریو مننه وکړه، ده د افغانستان او چین تاریخي اړیکې مهمې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د لا زیاتو اړیکو او همکاریو د پراختیا هیله څرګنده کړه.