په بدخشان کې د ۲۳۸ کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق مخنیوی وشو

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۴:۷
rwg

  د بدخشان ولایت امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې د یاد ولایت په ارګو ولسوالۍ کې دوه کسان له ۲۳۸ کیلوګرامه نشه‌يي توکو سره نیولي دي.  یاد کسان په داسې حال کې پېژندل شوي او نیول شوي چې غوښتل یې دغه نشه‌يي توکي نامعلوم ځای ته قاچاق کړي.  نیول شوي کسان د امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې دي او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.