د بېلابېلو جرمونو په تړاو په ۴ ولایتونو کې ۱۸ کسان نیول شوي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۴:۳۲
hjfgf

د نیمروز ولایت امنیې قوماندانۍ د کشفي منسوبینو له لوري په بېلابېلو جلا عملیاتو کې، ۲ کسان له ۵ میله توپنچو سره او ۵ نور کسان د غلا، نامشروع اړیکو او انساني قاچاق په تړاو نیول شوي دي.

په همدې حال کې، د سرپل ولایت د سنچارک ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ منسوبینو په کشفي عملیاتو کې ۳ کسان، چې د عامه نظم د ګډوډولو او ناقانونه کړنو د ترسره کولو هوډ یې درلود، له دوو میله توپنچو او یو میل کلاشینکوف سره نیولي دي.

همداراز، د کورنیو چارو وزارت د پولیسو ځواکونو په جلا عملیاتو کې د بادغیس ولایت د دره‌بوم، تګاب عالم او آبکمري ولسوالیو په اړوندو سیمو کې ۷ کسان د ځنګلونو د پرې کولو په تړاو او یو کس په غزني ولایت کې د ۳ عرادو موټرسایکلونو د غلا په تړاو نیولی دی.