د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په څو جلا عملیاتو کې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ او د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه د نشهيي توکو کارخونې له خپلو وسایلو سره کشف او وسوځولې. همداراز، د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د الکولي مشروباتو د تولید یوه کارخونه له ۳۴ لیټره الکولي مشروباتو، ۱۲۱ کیلوګرامه خمیره شوو انګورو او یو د بخار له دیګ سره، چې له خمیره شوو انګورو ډک و، کشف او ضبط کړي دي.