د غلا او وژنې په تړاو په درېیو ولایتونو کې ۱۶ کسان نیول شوي
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ امنیتي ځواکونو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې په جلالاباد ښار کې د غلا په تړاو ۹ کسان نیولي دي.
له نیول شویو کسانو سره دوه عرادې پریوس موټرې، یوه ریکشا او یوه اندازه سره زر هم نیول شوي دي.
همداراز، د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په جلا عملیاتو کې د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې د غلو یوه څلورکسیزه ډله او د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د وژنې په تړاو درې کسان نیولي دي.
نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.