د غلا او وژنې په تړاو په درېیو ولایتونو کې ۱۶ کسان نیول شوي

moi-af
Thu, Sep 03 2026 2:45 PM
hjgjkg

 

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ امنیتي ځواکونو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې په جلال‌اباد ښار کې د غلا په تړاو ۹ کسان نیولي دي.

له نیول شویو کسانو سره دوه عرادې پریوس موټرې، یوه ریکشا او یوه اندازه سره زر هم نیول شوي دي.

همداراز، د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په جلا عملیاتو کې د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې د غلو یوه څلورکسیزه ډله او د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د وژنې په تړاو درې کسان نیولي دي.

نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.