په زابل او اروزګان ولایتونو کې ۴۰۰ کیلوګرامه ومان او نږدې شپږ کیلوګرامه شیشه ونیول شول
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې په زابل ولایت کې درې تنه له ۴۰۰ کیلوګرامه ومانو سره او د اروزګان ولایت د چورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو تن له نږدې شپږ کیلوګرامه شیشې سره نیولي دي.
نیول شوي کسان به د اړوندو دوسیو له ترتیب وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.