د سرحدي شرطې لوی ریاست د اداري چارو د ښه والي او همغږۍ غونډه ترسره کړه

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۱۸
asdfasf

د سرحدي شرطې لوی ریاست ادارې غونډه د سرحدي شرطې لوی رییس مولوي عبدالرحیم احمد په مشرۍ، د نظامي مرستیال مولوي عبدالمنان حسان، د تأمیناتي مرستیال  حافظ محمد ظریف خطاب او د مدیرانو په ګډون ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د ادارې د چارو د لا ښه تنظیم، اغېزمنتیا او همغږۍ په موخه پر بېلابېلو مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پرېکړې وشوې. په غونډه کې مسؤلینو ته لارښوونه وشوه چې د مشرانو احکام او سپارښتنې په بشپړ ډول عملي کړي، د بندرونو اړوندو ادارو ترمنځ همغږي او ګډه همکاري پیاوړې کړي، د سرحدي شرطې د ظرفیت لوړولو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي، له مراجعینو او تر لاس لاندې منسوبینو سره نېک چلند او ښه اخلاق  وکړي، د ادارې محرم معلومات او اسرار وساتي او خپلې ورسپارل شوې دندې پر وخت او په مسؤلانه ډول ترسره کړي.