په ننګرهار ولایت کې لسګونه زره نشه‌يي ټابلیټونه، لسګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي او یوه کلاشینکوف کشف او ضبط شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۱۱
شسیسشی

د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ د شرطې ځواکونو د دغه ولایت په غني‌خېلو ولسوالۍ کې د هدفي عملیاتو پر مهال څلور تنه له ۴۴ زره او ۳۷۳ نشه‌يي ټابلیټونو، ۲۸ کیلوګرامه چرسو، ۲۰ کیلوګرامه تریاکو او یو کلاشینکوف سره یوځای نیولي دي.

نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی چې د  دوسیو تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.