کندوز کې د جنايي جرمونو په تړاو ۱۲ تنه ونیول شول
د کندوز ولایت امنیې قوماندانۍ امنیتي ځواکونو د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې ۱۲ تنه د غلا، اخلاقي فساد، له کوره د تېښتې او د عامه نظم د ګډوډولو په تړاو نیولي دي. نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.