په بلخ کې شپږ تنه غله ونیول شول
د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ امنیتي ځواکونو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه هغه کسان نیولي، چې د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې یې په بېلابېلو غلاوو کې لاس درلود.
له نیول شویو کسانو څخه څلور عرادې زرنج موټر، یو جنراتور او یو تلویزیون هم ترلاسه شوي دي.