د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال او کفیل الحاج مولوي محمد نبي عمري د ننګرهار والي الحاج ملا محمد نعیم اخند سره وکتل.

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۲۷
سی


په کتنه کې د ننګرهار ولایت والي د دغه ولایت پر امنیتي وضعیت، لاسته راوړنو، پرمختګونو او یو شمېر نورو موضوعاتو د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال او کفیل ته معلومات ورکړل.
وروسته ښاغلي عمري د ننګرهار ولایت د والي هڅې او کړنې مثبتې وبللې، د امنیتي او اداري چارو پر لا پیاوړتیا یې ټینګار وکړ او په اړینو برخو کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.