د دې وزارت د لوژستیک لوی ریاست یوه قلمه زمستانی زیر دریشی
Publish Date
Closing Date
پدې توګه د ملی تدارکاتو ریاست د تدارکاتو د پالیسی آمریت د (20580) شمیری متحدالمال د دویم ماده د (6) بند پر بنسټ ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږی، چې د کورنیو چارو وزارت په نظرکی لري چې د دې وزارت د لوژستیک لوی ریاست یوه قلمه زمستانی زیر دریشی د یاسین مهربان تجارتی شرکت چې د جواز شمېره يې (52411) او د مسجد پل خشتی، ناحیه 1، مرکز کابل سیمه کې موقعیت لري په (22,968,000) افغانی ټولیزیی اعطا کړی.
حقیقي او حکمی کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) ولري، کولای شي خپله نیوکه له دلایلو سره یو ځای د دې خبرتیا د خپریدو له نېټې څخه تر 5 کاري ورځو پورې په لیکلی بڼه د عقودو قانون، 010 امریه او (20580) شمیری متحدالمال سره سم د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې د کابل نړیوال هوایی ډګر په 80 متره سړک موقعیت لری وړاندی کړي.
دا خبرتیا د تړون د عقد په معنی نه ده او دی پورته یاد شوې مودې او ورپسې- قانونی پړاوونو تر بشپړیدو پورې به تړون عقد نشي. والسلام
