په هرات کې ۱۶ عرادې غلا کړل شوي موټرسایکلونه کشف او ۳ تنه غله نیول شوي

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۴۹
asdfas


د هرات امنیه قومندانۍ د اوومې امنیتي حوزې منسوبینو، د کشفي عملیاتو په ترڅ کې، ۳ تنه د ۶ عرادو موټرسایکلونو د غلا په تړاو نیولي.
نیول شویو غلو د غلا کړل شویو موټرسایکلونو د غلا وروسته د دغو وسایطو اسناد او شاسي نمبرونه تغییر کړي وو او هغه یې خرڅول.
دغه راز د اوومې امنیتي حوزې منسوبینو د دوامدارو عملیاتو په پایله کې، ۱۰ عرادې غلا کړل شوي موټرسایکلونه کشف او ضبط شوي دي.
پیدا کړل شوي موټرسایکلونه به د قانوني اسنادو په مخ خپلو اصلي څېښتنانو ته وسپارل شي.
نیول شویو غلو په لومړنیو څېړنو کې، په خپلو جرمونو اعتراف کړی او د دوی څېړنیزې دوسیې به د لا نورو تحقیقاتو په موخه عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل