په پکتیکا کې د لسګونو موټرونو تورې شیشې سپینې کړل شوې او ناقانونه نظامي تجهېزات ترې ټول شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۲۸
sdfgd

د پکتیکا ولایت د امنیې قوماندانۍ امنیتي ځواکونو، د استخباراتي منسوبینو په همغږۍ، د ښرنې ښار پر سړکونو او عامه لارو کې د وسایطو د تورو ښیښو د پاکولو او له موټرو او موټرسایکلونو څخه د ناقانونه پوځي تجهیزاتو د راټولولو کمپاین ترسره کړ.

په دې کمپاین کې د لسګونو وسایطو تورې شیشې سپینې شوې او له موټرو او موټرسایکلونو څخه پوځي تجهیزات، لکه جمرونه، پوځي هارنونه، لېزري څراغونه او انټنونه راټول او ضبط شول.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د پکتیکا ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې ورته کمپاینونه ترسره شوي وو، چې موخه یې د عامه نظم ټینګښت او د امنیتي اصولو او مقرراتو عملي کول ښودل شوي دي.