۲۳ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۱۵
dfsgfg

د کورنیو چارو وزارت له جنایي جرمونو سره د مبارزې ځواکونو، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په اوو ولایتونو کې ۲۳ تنه د بېلابېلو غلاوو، د وسلو د ناقانونه ګرځولو او ناقانونه کېندنو په تړاو نیولي دي.

د نیول شویو کسانو له ډلې، شپږ تنه د ناقانونه کېندنو او دوه تنه د غلا په تړاو په نیمروز ولایت کې، څلور تنه د شپږو موټرسایکلونو د غلا په تړاو د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ او دوه غله په اندړو ولسوالۍ کې، درې غله په هلمند، دوه تنه د پیسو او ګرانبیه ګاڼو د غلا په تړاو د جوزجان ولایت په اقچې ولسوالۍ کې، دوه تنه د یوه موټرسایکل د غلا په تړاو په فاریاب ولایت کې، یو غل په فراه ولایت کې او یو بل تن د وسلو د ناقانونه ګرځولو او ساتلو په تړاو په کاپیسا ولایت کې نیول شوي دي.