په اوو ولایتونو کې د بیلابېلو جنايي جرمونو په تړاو شل تنه ونیول شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۴:۱۵
asdfa

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو، د څو جلا اقداماتو په ترڅ کې درې غله په نیمروز، دوه تنه د غلا په تړاو په بغلان، دوه غله په فراه، یو تن د ناقانونه وسلې ګرځولو په تړاو په فاریاب، یو د څارویو غل په کاپیسا او یو بل تن د کونړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ځنګلي لرګیو د قاچاق په تړاو نیول شوی دی.

همداراز، د هلمند ولایت د امنیې قومندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو، د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې لس تنه ددغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.