په پکتیا کې د وسلو او مهماتو د قاچاق مخه ونیول شوه

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۴:۱۵
wdad

د کورنیو چارو وزارت د پکتیا ولایت د ډنډې پټان ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د یادې ولسوالۍ د ناري په ژوره سیمه کې د کشفي او اوپراتیفي اقداماتو پر مهال ۲۰ میله بېلابېلې وسلې او یو شمېر مهمات نیولي دي. په دغو نیول شویو وسلو او مهماتو کې ۸ میله کله‌کوف ټوپکونه، ۱۲ میله توپنچې، ۸ شاجورونه، ۲۰ د کلاشنکوف ستنې، ۳ د M4 ټوپکونو میلونه او ۳۰۰۰ د توپنچې مرمۍ شاملې دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، یاد مهمات له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدل، چې امنیتي منسوبینو د قاچاق پر مهال نیولي دي. د عملیاتو پر مهال قاچاق وړونکي له سیمې تښتېدلي چې امنیتي ځواکونه یې د نیولو او پېژندلو جدي هڅې کوي.