غور کې ۸ تنه غله له ۱۵ عرادو موټرسایکلونو سره ونیول شول
د غور ولایت د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې پولیسو ۸ تنه غله له ۱۵ عرادو غلا شویو موټرسایکلونو سره یوځای د یاد ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې نیولي دي. نیول شوي کسان دا مهال تر څارنې لاندې دي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.