د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د وسلهوالو غلو پنځه کسیزه ډله ونیول شوه
د مزارشریف ښار د پنځمې امنیتي حوزې پولیسو د چټکو اقداماتو په ترڅ کې، د غلو یوه پنځه کسیزه ډله چې د مزارشریف ښار په بېلابېلو سیمو کې یې د ټېلیفونونو په غلا او نورو وړو او غټو غلاوو کې لاس درلود، له یو میل تمانچې او څو چاقوګانو سره یوځای نیولې ده.
نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.