د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې یو شمېر وسلې او مهمات کشف شول
د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ امنیتي ځواکونه یو میل هاوان له ۴۸ فیره مرمیو سره او یو میل کلاشینکوف د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف او ضبط کړي دي.
له وروستیو څو ورځو راهیسې په جاغوري ولسوالۍ کې لسګونو میله غیرقانوني وسلې کشف او ضبط شوي دي چې ټولې د بیتالمال د وسلو د ساتنې آمریت ته سپارل شوي دي.