د میدان وردګ لپاره نوی امنیه قوماندان معرفي او په دنده یې پیل وکړ
د کورنیو چارو وزارت له لوري الحاج ملا عبدالحق حقاني د میدان وردګو ولایت د نوي امنیه قوماندان په توګه معرفي او رسماً یې دنده پیل کړه. د معرفۍ مراسم د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ په انګړ کې ترسره شول، چې پکې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معینیت د دفتر رییس الحاج قاري احسان الله سهیل، د میدان وردګو والي الحاج ملا خیرالله خیرخواه، د علماوو شورا رییس شېخ الحدیث عبدالهادي فضلي، د ولایت یو شمېر مسؤلینو او علماوو ګډون کړی و.
غونډې ته د وینا پر مهال قاري احسان الله سهیل وویل، چې په اسلامي امارت کې تغیر او تبدیل یو اصل دی او مسؤلین باید ولس ته د خدمت او شفقت روحیه پیاوړې وساتي. همداراز د میدان وردګو والي الحاج ملا خیرالله خیرخواه د ادارو ترمنځ پر همغږۍ، اطاعت او د بیت المال پر ساتنې ټینګار وکړ. نوي امنیه قوماندان الحاج ملا عبدالحق حقاني هم ولس ته د خدمت ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د امنیت د ټینګښت او د خلکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره به خپلې هڅې جاري ساتي.