لس تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې، ۵ تنه د غلا په تړاو په هرات ولایت کې، ۴ تنه غله په فراه ولایت کې او یو تن د ۶ کیلو ګرامه قیمتي ډبرو د غیرقانوني لېږد په تړاو په پکتیا ولایت کې نیولي دي.
همدارنګه، یوه تن د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې ۱۶۰ فیره د کلاشینکوف مرمۍ پولیسو ته سپارلې دي.