د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار کې ۱۰۰ امنیتي کمرې نصب شوې
د کورنیو چارو وزارت د مقام د لارښوونې پر بنسټ، د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار په بېلابېلو برخو کې ۱۰۰ پایې امنیتي کمرې نصب شوې.
د دې پروژې ټولیز لګښت له دوه میلیونه افغانیو څخه زیات ښودل شوی دی. د دې پروژې موخه د جنايي جرمونو مخنیوی، د مجرمینو پېژندنه، د ښاري نظم ټینګښت او د عامه امنیت پیاوړتیا ده.
یادې کمرې د سمنګان ولایت د امنیې قوماندانۍ د مخابراتي سیستم تر مدیریت او کنټرول لاندې دي او په ۲۴ ساعته ډول فعالې دي.