د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو
د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو په هلمند ولایت کې ۳۰۰ کیلوګرامه ومان، د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په دویمه ناحیه کې دوه زره او ۸۰۰ نشه يي ګولۍ او زر نورې نشه يي ګولۍ په هرات ولایت کې د جلا جلا اقداماتو په ترڅ کې کشف او ترلاسه کړې دي.
د دې پېښو په تړاو څلور تنه هم نیول شوي چې تر لومړنیو پوښتنو او څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.