۲۱ تنه په پنځو ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په پنځو ولایتونو کې د خپلو جلا او بریالیو عملیاتو په ترڅ کې ۲۱ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.
د نیول شوو کسانو لهمنځه، د وسایطو او د کور وهلو اوه کسیزه ډله غله د بادغیس په مرکز قلعهنو ښار کې، څلور تنه د مبایلونو د غلا په تړاو په پروان، درې تنه د موټرسایکلونو د غلا او یو تن د څارویو د غلا په تړاو په سرپل او درې نور کسان د غلا په تړاو په هرات کې نیول شوي دي.