ننګرهار کې د وسایطو مسلکي غله ونیول شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۵
asdfsaf

د ننګرهار امنیې قومندانۍ اړوند د لومړۍ امنیتي حوزې منسوبینو درې تنه هغه مسلکي غله د کشفي معلوماتو پر بنسټ نیولي چې په جلال‌اباد ښار کې به یې له خلکو موټرونه غلا کول او وروسته به یې د بدلون او رنګ په موخه پټو ځانګړو ځایونو ته بیول.
پولیسو له یادو کسانو سره د وسایطو یو شمېر پرزې، نمبرپلېټونه او یو غلا شوی موټر هم نیولی دی.
یادو کسانو خپل جرم منلی چې د قانوني پړاونو د بشپړولو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.