سلګونه پولیس د هرات ولایت له روزنیز مرکز څخه فارغ شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۳۴
sdfasff

۳۹۴ تنه د هرات ولایت د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه د لنډمهالو عقیدتي او مسلکي زده‌کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.

یاد منسوبین چې د لوېدیځ زون د پولیسو په قطعاتو کې د ساتنمنۍ په بستونو کې دندې ترسره کوي، د دوه میاشتنۍ روزنیزې دورې په ترڅ کې یې عقیدتي، اساسي او مسلکي زده‌کړې ترلاسه کړې.
:
د دې روزنیزې دورې پر مهال فارغانو ته د اسلامي تعلیماتو، سیرت نبوي، نظامي اصولو، مسلکي او ابتدایي زده‌کړو، عملیاتو مهارتونو، فزیکي تمریناتو او د وسلو د تخنیک او انداخت اړوند نظري او عملي درسونه ورکړل شول.

د مسؤلینو په وینا، د دغو روزنیزو پروګرامونو موخه د پولیسو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د روزنې بهیر معیاري کول او د امنیتي دندو د اجرا کیفیت ښه کول دي، څو فارغان وکولای شي د امنیت د ټینګښت او ټولنې ته د غوره خدمت په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.