په ۱۶ ولایتونو کې؛ ۶۴ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو ونیول شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۰:۳
asdfsad

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې په پکتیا، لغمان، پروان، کاپيسا، بامیان، بلخ، جوزجان، سرپل، میدان وردګ، دایکندي، کاپيسا، غور، نیمروز، هلمند، غزني او کونړ ولایتونو کې ۶۴ تنه نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه ۹ کیلوګرامه شیشه، نږدې پنځه کیلوګرامه تریاک، پنځه کیلوګرامه چرس، دوه زره او ۵۰۰ دانې نشه‌يي ټابلیټونه، لسګونه لیتره خمیره شوي انګور او یو اندازه شراب هم ترلاسه شوي دي.