په نیمروز ولایت کې ۶۱ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ضبط شول
د نیمروز ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په جلا جلا عملیاتو کې ۵۷ کیلوګرامه شیشه او ۴ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط کړي دي. د یادو پېښو په تړاو دوه تنه هم نیول شوي دي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.