پولیسو په کابل ښار کې ۴۸۷ عرادې بې‌اسناده وسایط درولي دي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۵۵
sdfgsdg

د عامه امن پولیسو د ترافیک پولیسو سره په همغږۍ د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د تلاشۍ ځایونو په منځته‌راوړلو سره، د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې ۴۸۷ عرادې هغه وسایط پېژندلي چې قانوني اسناد یې نه لرل، چې له امله یې د پولیسو ښارګوټي ته لېږدول شوي دي.

همداراز ۲۲۳ نور  وسایط چې له بېلابېلو ولایتونو څخه کابل ته د داخلېدو په موخه راتلل، د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله د کابل په «سنگ‌نوشته» دروازه کې د دویم البدر کندک د ځواکونو له لوري درول شوي او بېرته خپلو ولایتونو ته ستانه کړل شوي دي.

د عامه امن پولیسو ویلي چې د دې اقداماتو موخه د ناقانونه وسایطو د تګ راتګ مخنیوی، د ښاري نظم ټینګښت او د امنیت پیاوړتیا ده.