لسګونه روږدي کسان په غور کې له درملنې وروسته روغ او بېرته خپلو کورنیو ته وسپارل شول
لسګونه تنه په نشو روږدي چې د غور ولایت له بېلابېلو سیمو څخه د درملنې په موخه راټول او روغتیايي مرکزونو ته معرفي شوي وو، له درملنې وروسته روغ شوي او د ټاکل شوې کمېټې له لوري خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.