د پنجشیر ولایت د مقام ولایت ملکي برخې او د امنیه قومندانۍ د «کورایمس» (CoreIMS) سیستم سره ونښلول شوې.

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۵۷
adfaf

د سیمه‌ییزو ادارو د پراختیا او عصري کولو د بهیر په دوام، د پنجشیر ولایت د مقام ولایت ټولې ملکي برخې او د دې ولایت امنیه قومنداني د «کورایمس» پرمختللي مدیریتي سیستم سره ونښلول شوې.
په همدې لړ کې د لومړي ځل لپاره د مقام ولایت او امنیه قومندانۍ ۳۰ تنه کارکوونکي او منسوبین د «کورایمس» سیستم د ښوونیز سیمینار له بشپړولو وروسته فارغ شول.

په هغو مراسمو کې چې د همدې مناسبت لپاره جوړ شوي وو، د پنجشیر والي حافظ محمد آغا حکیم وویل، چې د اسلامي امارت حکومتولي د معیاري کېدو، عصري کېدو او د برېښنايي حکومتولۍ د بشپړ پلي کېدو پر لور روانه ده او د پنجشیر نښلول له دې سیستم سره د یاد هدف د تحقق په لور مهم ګام بلل کېږي.
د پروګرام په پای کې فارغانو ته تصدیق‌لیکونه هم ووېشل شول.