په ۴ ولایتونو کې؛ ۱۷ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول
د پولیسو ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې په ۴ ولایتونو کې ۱۷ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.
له ډلې یې، ۷ تنه غله په هرات، ۲ تنه غله په ارزګان، ۲ تنه د اخلاقي فساد په تړاو په بغلان او ۶ تنه نور د پکتیکا ولایت په زرغون ښار ولسوالۍ کې د انسانانو د وېښتو د خرڅلاو په تړاو نیول شوي دي.