د نشه‌يي توکو سره د مبارزې منسوبینو لپاره د وړتیا لوړونې لنډمهاله سمینار پیل شو

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۱:۳۵
ذلیبسبلسب

په دغه سمینار کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مباررې معینیت د دفتر رییس مولوي حسیب الله احمدي، د یاد معینیت د ښوونې او روزنې مدیر مولوي محمد حقاني او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.
مسؤلینو د ویناوو پرمهال د یاد معینیت د منسوبینو لپاره د وړتیا لوړونې پروګرامونه ګټور وبلل او له ګډونوالو یې وغوښتل چې هغه څه چې په دې سمینار کې زده کوي د دندو پرمهال دې ترې عملي ګټه واخلي.
په پام کې ده چې د وړتیا لوړونې په دغه سمینار کې منسوبینو ته د نشه‌يي توکو د کشف او پېژندلو، د نشه‌یي توکو پر وړاندې عملي زده‌کړې، فکري زده‌کړې او یو شمېر نور مهم موضوعات وښوول شي.