په شپږو ولایتونو کې؛ ۳۶ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۱:۳۵
شیسبسشبی

د خوست ولایت د امنیې قوماندانۍ پولیسو د څو جلا عملیاتو پر مهال ۱۷ تنه د غلاوو، کورني تاوتریخوالي، اخلاقي‌فساد، قتل، انسان‌تښتونې او فزیکي شخړو په تړاو د دغه ولایت په مرکز او تڼیو او قلندر ولسوالیو کې نیولي دي.
همدارنګه، د پولیسو ځواکونو د جلا جلا اقداماتو په ترڅ کې ۵ تنه د وسلو او مهماتو د ناقانونه ساتنې په تړاو په هرات ولایت، ۵ تنه د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې د ناقانونه کان‌کېندنې په تړاو، ۴ تنه په غزني ولایت کې د موسیقۍ له آلو سره، ۳ تنه غله د کندز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې او دوه تنه نور د لغمان ولایت پهعلیشنګ ولسوالۍ کې د وسلو د ناقانونه کارونې په تړاو نیولي دي.