خوست کې د خیریه مؤسسې په نوم د دوکې ورکولو اوه کسیزه ډله ونیول شوه
د خوست د امنیې قومندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ځواکونو اوه تنه هغه مهال نیولي چې خلکو ته یې ځانونه په کلیو کې د خیریه مؤسسې کارکوونکي ور پېژندل او د نوملیکنې او سروې په نوم یې له خلکو پیسې اخیستلې.
په نیول شوو کسانو د جعلي موسسې مشر، یو کمپیوټر کار، یو موټرچلوونکی او څلور ښځینه ډاکټرانې شاملې دي چې له کره شواهدو او بشپړې دوسیې سره به عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.