د غزني امنیې قومندانۍ د پاسپورټ امریت لپاره د نوې اداري ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۲۰
asdfasf

په همدې اړه مراسو کې چې په دغه ولایت کې جوړ شوي وو، د غزني ولایت مرستیال سردار محمد مدني، د غزني امنیه قومندان مخدوم محمد عالم رباني، د تعمیراتو لوی ریاست د ولایتي همغږۍ مدیر حاجې محمد رحیم عثمان او یو شمېر نورو مسؤلینو او منسوبینو پکې ګډون کړی و.
د غزني ولایت مرستیال د بیارغوونکو او بیخ‌بنایي پروژو پلي کیدل د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه وبلل او ټینګار یې وکړ چې د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره د خلکو همغږي او همکاري اړینه ده.
د یادې ودانۍ لګښت د ۹.۵ میلونو افغانیو په ارزښت د کورنیو چارو وزارت له پراختیايي بودجې څخه ورکول کیږي چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.