د بلخ د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۵۱۷ تنه مجاهدین فارغ شول
د بلخ د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۵۱۷ تنه مجاهدین، چې د شمال زون د پنځو ولایتونو (بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان او فاریاب) د پولیسو د قطعاتو او جزوتامونو منسوبین وو، له عقیدتي او مسلکي زده کړو وروسته د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې فارغ او د فراغت سندونه ورکړل شول.
په دغه غونډې کې د یاد مرکز قومندان الحاج شیخ محمد صابر الفت، د مرکز مرستیالانو، د پنځو ولایتونو مسؤلینو، علماوو او استادانو ګډون درلود.
مسؤلینو د ویناوو پر مهال د اسلامي نظام پر ساتنې، د پولیسو پر مسئولیتونو او د زده کړو پر عملي تطبیق ټینګار وکړ، همدارنګه د رزمي او عسکري نندارو تر ترسره کېدو وروسته فارغ شویو مجاهدینو ته تصدیقپاڼې او تقدیرپاڼې ووېشل شوې او د منظم پوځي پرېډ مراسم هم ترسره شول.