هلمند کې د نشهیي توکو د پروسس او تولید دوه کارخونې کشف او له منځه یووړل شوې
د هلمند ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د کشفي او جلا عملیاتو په ترڅ کې، د دې ولایت د ناومیش ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نشهیي توکو د پروسس او تولید دوه کارخونې له سلګونو کیلوګرامو د نشهیي توکو د جوړولو له موادو سره یوځای کشف کړي او سوځولي دي.