هلمند کې لسګونه کیلوګرامه شیشه، تریاک او د نشهیي توکو د جوړولو مواد کشف او ضبط شول.
د هلمند ولایت د امنیې قومندانۍ اړوند د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د دې ولایت د بهرامچې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د خپلو څو کشفي اقداماتو پر مهال ۹۶ کیلوګرامه شیشه، ۲۴ کیلوګرامه تریاک او ۲۸ کیلوګرامه د نشهیي توکو د جوړولو مواد کشف او ضبط کړي دي.