۲۶ کیلو ګرمه نشه یي توکي په کابل او بدخشان کې کشف او ضبط شول
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، یو تن له ۱۶ کیلو ګرامه نشه یي توکو سره چې په یوه موټر کې یې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای کړي وو، د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې ونیوو.
په همدې حال کې، دری تنه نور د نشه یي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو د ۱۰ کیلو ګرامه چرسو او ۵۴۳ دانو نشه یي ګولیو د پولیسو په جلا جلا عملیاتو کې په کابل ولایت کې ونیول شول.