هلمند کې اتو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په اړوند کلیو کې د امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالباتو د یو ډلګي مشر قاري باري په ګډون شپږ ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور یې ټپیان دي.
د عملیاتو په ترڅ کې شل کړۍ بېلابېل ماینونه کشف او خنثی شوي او د ترهګرو طالبانو یو موټر سایکل هم د پولیسو لاسته ورغلی دی.