په ۵ ولاتونو کې؛ ۲۱ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیول شوي
د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۲۱ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په کندز، بلخ، لغمان، خوست، جوزجان او کاپیسا ولایتونو کې نیولي.
د نیول شوو کسانو څخه یوه اندازه چرس، شیشه، نشه یي ګولۍ، تخمر شوي ممیز او ۳ قبضې لاسي بمونه هم د پولیسو لاسته راغلي.