د غزني پولیسو ۱۷ تنه د موټرسایکلونو د غلا په تړاو نیولي

د یاد ولایت امنیه قومندانۍ منسوبینو د څو جلا جلا عملیاتو په لړ کې ۱۷ تنه د ۲۵ عرادو موټرسایکلونو د غلا کولو په تړاو د غزني ولایت په اړونده سیمو کې نیولي.
له دې ډلې، ۱۲ تنو غلو چې ۲۱ عرادې موټرسایکلونه یې د یاد ولایت له بېلابېلو سیمو څخه غلا کړي چې له ډلې یې، ۸ عرادې موټرسایکلونه سره له برچو، نشه یي توکو، چاقو ګانو، نظامي جامو او برقي تجهزاتو سره کشف او تر لاسه شوي او ۱۳ عرادې نور موټرسایکلونه د غلو له خوا خرڅ شوي دي.
دغه راز، ۵ تنه نور د موټرسایکلونو غله د غزني ولایت په ګېلان ولسوالۍ کې د ۴ عرادو موټرسایکلونو سره نیول شوي.
د ویلو وړ ده چې د ترلاسه شوو موټرسایکلونو له ډلې، یو شمېر یې د اسنادو په رویت خپلو اصلي څېښتنانو ته سپارل شوي دي.