شپږو ولایتونو کې ۱۵ تنه د نشهيي توکو د پلور او لېږد په تړاو ونیول شوه

نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو په لړ کې په هرات، سمنګان، خوست، هلمند، کونړ او پنجشیر ولایتونو کې ۱۵ تنه د نشهیي توکو د پلور او لېږدولو په تړاو نیولي دي.
له نیول شوو کسانو په نشهیي توکو کې کاریدونکي یو زرو او ۲۵۰ کیلو ګرامه کیمیاوي توکي، یوه اندازه چرس، شیشه او نشهيي ټابلیټونه هم ترلاسه شوي دي.