ننګرهار کې یو تن د انسان تښتوونکو له بنده وژغورل شو moi-af یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۴:۲۱ https://tinyurl.com/ytd5okz3 د ننګرهار امنیې قومندانۍ امنیتي منسوبینو یو تن چې درې ورځې وړاندې د یاد ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ که د سړي تښتوونکو له لورې تښتول شوی و او له کورنۍ یې په بدل کې سل زره امریکايي ډالرو غوښتل د یو چاڼیز عملیات پایله کې د انسان تښتوونکو له بنده ژغورلی دی. د پېښې په تړاو تراوسه څوک نه دي نیول شوي خو د پولیسو له لورې د انسان تښتوونکو د نیولو هڅې روانې دي.