۵ ولایتونو کې؛ لسګونه روږدي د درملنې او بستر په موخه راټول شول

د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د روږدو د راټولو په لړ کې ۳۰ تنه په بلخ، ۲۲ تن په لوګر، اته تنه په پروان، پنځه تنه په سرپل او یو تن په پنجشیر ولایت کې راټول کړي او د روږدو په ځایي روغتیايي مرکزونو کې بستر کړي دي.