۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۴۶ روږدي راټول کړي او ۶۲ نور له درملنې وروسته رخصت کړي
د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۳۸ روږدي په غزني او ۲۴ په بلخ ولایت کې له څو میاشتني بستر او درملنې وروسته د ټاکل شوې کمېټې په وسیله خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
همداراز، نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو په بلخ، اورزګان، بغلان، زابل، غزني پروان ولایتونو کې د جلا عملیاتو په مهال ۴۶ روږدې راټول کړي او د بستر او درملنې په موخه روغتیایي مرکزونو ته لېږدولي دي.