څلورو ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۲ تنه د جنایي جرمونو د ترسراوي په تړاو ونیول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۰:۴۶
gggfdsg

امنیتي ځواکونو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په نیمروز، سمنګان، بلخ او پکتیکا ولایتونو کې د غلا، وژنې او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۱۲ شکمن کسان نیولي چې د پولیس تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

له منځه یې، څلور تنه په نیمروز، څلور تنه په سمنګان، دوه تنه په بلخ او دوه تنه نور د پکتیکا ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.